خيبر پښتونخوا :د محرم د مياشتې له پيل سره سم د افغانانو په ګرځېدو بنديز لګېدلى

د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او نورو اړوندو ښارونو کې د محرم د مياشتې له پيل سره سم د افغانانو په ګرځېدو بنديز لګېدلى دى.

د پېښور ښار امنيتي مسوولينو نن په يوې خپرې شوې اعلاميه کې وویل، چې افغان کډوال دې د محرم د لسو ورځو لپاره له کمپونو ښار ته نه ننوځي.

دوی خبرداری ورکړی که له دې پریکړې څوک سرغړونه وکړي په وړاندې به یې قانوني چلند وشي.

په پیښور کې بیا میشت کډوال وايي چې د تګ راتګ بندیز به د دوي په ژوندې بدې اغیزې پرې باسي.