کندز: د ګلبدین حکمتیار یو وراره د دوو کسانو د قتل په تور نیول شوی دی

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د ګلبدین حکمتیار یو وراره یې د دوو کسانو د قتل په تور نیولی دی.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرورحسیني ازادي راډیو ته وویل، صلاح الدین حکمتیار پرون د پولیسو په یوه تلاشي کې یو پولیس په موټر وهلی او له هغې وروسته یې یو ملکی په ډزو ویشتلی چې دواړو ساه ورکړې ده.

حسیني وايي، په صلاح الدین پسې چې له پرون راهیسې لټه روانه وه نن د امام صاحب ولسوالۍ په کل تپه سیمه کې له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی دی.

عیني شاهدان هم وايي چې نیول شوی کس د ګلبدین حکمتیار وراره او د شهاب الدین حکمتیار زوی دی.