نجیب الله الوخېل
نن پنجشنبه د غرمې نږدې دوولس بجې د خوست ښار د بلند منزلونو په سیمه کې په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله کې د ملي امنیت ریاست درې تنه کارمندان وژل شوي او دوه تنه د ملي امنیت سرتیري او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پېښې له ځای څخه د ملي امنیت یو عراده پیکب موټر د تګ په حال کې وو، چې ورپسې د ریموټ کنټرول په واسطه په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي تو کي وچاودل.
په دې پېښه کې د ملي امنیت درې تنه سرتیرې وژل شوي همدارنګه دوه تنه د ملي امنیت سرتیري او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په خوست کې د کمکي معالجوي روغتون چارواکو مسوولینو ازادۍ راډیو ته وویل، چې نوموړي روغتون ته د یادې پېښې له ځایه د دو تنو پوځي کسان جسدونه او څلور تنه ټپیان وروړل شوي، چې یو تن ټپي پوځي کس دی، نوموړي د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وباله.
همدارنګه د خوست ولایتي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمجید منګل ازادۍ راډیو وویل، چې ولایتي روغتون ته هم یو جسد او یو تن ټپي وروړل شوی، چې پوځي کسان دي.
د پېښې مسوولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته په را استول شوي تلیفوني پیغام کې لیکلي چې په دې پېښه کې د ملي امنیت پنځه تنه کارمندان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، وړمه ورځ هم د همدې پېښې ځای ته نږدې چاودنه شوې وه، چې په کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي ول.