له یو ویشت کلونو راهیسې واکمن امام علي رحمان به بیا هم د تاجکستان ولسمشر شي

ټاکل شوې ده چې؛ د تاجکستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړني نتایج نن اعلان شي او ډیر باور دی چې له یو ویشت کلونو راهیسې واکمن امام علي رحمان به بیا هم د تاجکستان ولسمشر شي او په ډیر اکثریت به تر پنځو تنو نورو چې له ده سره یې ځانونه کاندید کړي دي مخکې شي.

د تاجکستان د انتخاباتو د مرکزي کمسیون په وینا د چهارشنبې د ورځې د ولسمشرۍ انتخابات په دغه هېواد کې ښه ترسره شول او ګڼو خلکو په کې برخه واخیسته.

د تاجکستان د انتخاباتو د مرکزي کمسیون یوه چارواکي عبدالمنان دادایف ازادي راډيو ته پرون ناوخته وویل:

"یو شکایت هم تر اوسه نه دی شوی او د هیڅ راز جدي تیري شکایت نه دی ثبت شوی."

د اروپا د امنیت او همکاري سازمان به چې پر دغو انتخاباتو یې څارنه کړي نن خپل څیړنیز راپور خپور کړي.

دې سازمان د انتخاباتو د کمپاینونو په وخت کې د تاجکستان د دولت تر کنټرول لاندی رسنیو انتقاد کړی و، چې د رحمان په انتخاباتي کمپاین یي ډیر تمرکز کړی دی.