د ایران په سیستان کې د زابل د قضا رییس د وسله والو په ډزو ووژل شو

راپورونه وایي چې، د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې یو څارنوال نن په یوې تروریستې حملې کې ووژل شو.

د سیستان بلوچستان ولایت د قضا رییس "ابراهیم حمیدي" د ایران خبري رسنیو ته ویلي؛ وسله والو د زابل ښار د څارنوال "موسی نوري" پر موټر نن ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

په حملې کې د نوري موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

سیستان بلوچستان چې د افغانستان پولې ته نږدې پروت دی؛ اکثر اوسیدونکي یې سنیان دي او په دې ولایت کې له اوږدي مودې راهیسي د نشه یي موادو قاچاق او د سني والو ستونزه موجوده ده.

تیره میاشت د "جیش العدل" یاغي ډلې د پاکستان پولې ته نږدې د څوارلسو ایراني سرحدي ساتونکو د وژنې مسوولیت منلی و. ایران د دغې حملې په غچ کې شپاړس تنه بندیان چې اته یې سني مبارزان او اته نور یې د نشه یي موادو قاچاق وړونکې وو؛ اعدام کړل.