بریښنا شرکت: خلک دې له برېښنا نه په کار اخیستلو کې احتیاط وکړي

د بریښنا شرکت مسوولین له ټولو خلکو غواړي؛ څو له برېښنا نه په کار اخیستلو کې احتیاط وکړي.

د دې ادارې تجارتي مشر میرویس عالمي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ کابل ښاریان د مازیګر له پنځو تر نهو بجو پورې ډیر کار اخلي او همدا کار د بریښنا د پرچوي لامل کیږي.

عالمي وایي چې، د تیر کال په پرتله د دې ادارې عواید ۲۳٪ لوړ شوي دي.

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې دا مهال ۸۰ فیصده بريښنا له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه تاجکستان نه واردیږي چې؛ په دې ډول یوازې ۲۰ فیصده برېښنا دننه په هیواد کې تولیدیږي.

افغانستان اوس تر ډېره له وارداتي برښنا نه ګټه اخلي.