د چین په شمال کې د واکمن کمونسټ ګوند دفترونو ته څېرمه چاودنې وشوې

د چین په شمال کې د واکمن کمونست ګوند د ولایتي دفتر بهر نن څو کوچنۍ چاودنې وشوې.

د چین دولتي خبري آژانس سینهوا وایي؛ د "شانګشي" ولایت په تایووان سیمه کې د چهارشنبې د ورځې چاودنو کې یو کس مړ او اته نور ټپیان شوي دي.

آژانس د عیني شاهدانو له خولي لیکي؛ له یوه کوچني بس څخه لوګې او لمبې پورته کیدلې.

سینهوا وایي، د دوی خبریال هم د چاودنې په ځای کې د موټر پرزې کتلې چې شاوخوا پرتې وې.

تیره اوونۍ د پیکنګ په تینیامن میدان کې درېیو کسانو خپل د سپرلۍ موټر د خلکو د ګڼې ګوڼې پر لور وځغلاوه او وروسته یې چاودنه کړې وه.

په دې حملې کې پنځه کسان وژل شوي وو او پړه یې د ژینجینګ په بیلتون غوښتونکو مسلمانانو اچول شوي وه.


پخواني معلومات:

د چین په شمال کې نن د واکمن کمونسټ ګوند د دفترونو په شاوخوا کې څو وړې چاودنې وشوې.

سین هوا دولتي خبري اژانس وايي؛ د شانګسي ولایت په دې چاودونو کې یو تن ټپي شوی دی.

کتونکي وايي دا چاودنې هغو انتقامي بریدونو ته ورته دي چې؛ کله کله په چین کې کیږي.