د سوریې لپاره د ملګروملتونو او عرب لیګ استازی لخضر براهیمي وایي؛ تراوسه پورې د سوریې د سولې د خبرو لپاره نېټه نه ده تعین شوې او دی هیله من دی چې دغه خبرې د روان کال ترپای ته رسیدو مخکې وشي.
براهیمي دا څرګندونې په جینوا کې له ډیپلوماټانو سره له غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې. هغه وویل، موږ هیله مند وو، چې نن به وکولای شو چې د سوریې په اړه د سولې د خبرو لپاره یوه نېټه اعلان کړو؛ خو متاسفانه داسې ونه شول.
براهیمي زیاته کړه چې، ډیپلوماټان تراوسه پورې هلې ځلې کوي چې؛ که وکولای شو، د روان کال ترپای ته له رسېدو مخکې د سوریې په اړه د جینوا دوه په نوم کنفرانس جوړشي.
"موږ تراوسه پورې په دې اړه چې کوم هېوادونه او سازمانونه دې کنفرانس ته راوبلل شي؛ بحثونه نه دي پای ته رسیدلي او مطلقاً یوه مساله هم د ایران ده چې نورو بحثونو ته اړتیا لري."
براهیمي پرون د ورځې په سرکې په جینوا کې د امریکا اوروسیې له یوشمېر لوړ پوړو ډیپلوماټانو سره وکتل او وروسته هم د تړلو دروازو ترشاه غونډه کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د درې نورو دایمي غړیو چین، فرانسې او بریتانیا استازوګډون وکړ.
براهیمي وویل، د امریکا او روسیې له استازیو سره به د نومبر په ۲۵ بیا وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون وویل چې؛ د "جینوا دوه" کنفرانس کې باید د اسد رژیم او د هغه مخالفین دواړه ګډون وکړي.