سویډن ډاډه نه دی چې اورپايي ټولنه او اکراین د همکاریو موافقه لاسلیک کړي

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر "کارل بیلډټ" وایي؛ دی ډاډه نه دی چې اروپایي اتحادیه او اکراین به د روانې میاشتې په پای کې په "ویلنوس" کې د همکارۍ موافقه لاسلیک کړي.

بیلډټ له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ دی هیڅکله هم په دې اړه ډاډه نه و؛ ځکه دا مساله ډیره پیچلې شوې.

د هغه په وینا، دا مساله تر ډېره په هغو راپور پورې تړلې چې؛ د پولنډ پخوانی ولسمشر "الکساندر کواسنیوسکي" او د اروپا د پارلمان پخوانی رییس پات کوکس پرې کارکوي.