د هغو دوو تنو فرانسوي ژورنالیستانو مړي نن سهار پاریس ته ورسیدل

د هغو دوو تنو فرانسوي ژورنالیستانو مړي چې په مالې کي وژل شوي وو، نن سهار پاریس ته ورسیدل.

۵۷ کلنې غسلیان دوپانت او ۵۵ کلن کلاود ویرلون دواړو د فرانسي نړیوالې راډیو ته کار کاوه.

دا دوه تنه ژورنالیستان د فرانسي د بهرنیو چارو دوزیر لوران فابیوس په وینا، تروریستانو په شمالي ښار کیدال کي د شنبې په ورځ تښتولې وو.

فابیوس وایي، فرانسوي او مالې ځواکونو د ژورنالیستانو د قتل په تړاو له مشکوکو کسانو څخه پوښتنې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو تنو ژورنالیستانو د وژنې مسولیت نه دی منلی.