په افغانستان کې د سویډن کمیټي اعلان وکړچې؛ د ۲۰۱۴ کال له پیل سه سم به په لغمان او میدان وردګو ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو بشپړ مسوولیت پرغاړه واخلي.
دې کمیټې په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې ددې خدماتو د ترسره کولو موافقه لیک به ډير ژر د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره لاسلیک کړي.
د سویډن کمیټه دا مهال په لغمان او میدان وردګو کې د ولایتي روغتونونو او د شاوخوا اتیا روغتیايي کلینیکونو د اداره کولو مسوولیت پرغاړه لري.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د دي صحي مراکزو مالي لګښت د نړیوال پراختیايي سازمان او د افغانستان دبیا رغوني صندوق ورکوي.