جان کري د خپل یوولس ورځني سفر په دوهم پړاو کې پولنډ ته رسېدلی دی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري منځني ختیځ، د افریقا شمال او اروپا ته د خپل یوولس ورځني سفر په دوهم پړاو کې پولنډ ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې کري به له پولنډي مشرانو سره د اقتصادي همکارۍ د پیاوړي کولو پر لاروچارو او په اروپا کې د امریکا د میزایلو د دفاعي سیسټم د جوړولو پر پلانونو خبرې وکړي.

کري په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې اروپاییان د امریکا د جاسوسۍ د پروګرام د ابعادو له رابرسېره کېدو وروسته په غوسه شوي دي.

کري او د ده سعودي سیال سعودالفیصل پرون په ریاض کې په خپله کتنه کې د امریکا او سعودي عربستان په اړیکوکې وروستی کړکېچ کم اهمیته وښود.

دواړو وزیرانو څرګنده کړه چې دا دوه هېوادونه ښايي په تکتیکونو کې له یوبل سره اختلاف ولري خو دواړه په خپلو اهدافو کې یووالی لري.