یوه امریکايي مقام ویلي، په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتو لاره چې د پاکستان له خاورې تېرېږي تر اوسه پورې خلاصه ده.
له دې مخکې په راپورونو کې ویل کېدل چې پاکستاني چارواکي له واشنګټن سره د اسلام آباد پر اړیکو د بیاکتنې په اړه غور کوي.
د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته د پاکستان حکومت سخت غبرګون وښود، ویې ویل چې دا برید به له تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت د سولې خبرې زیانمنې کړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې مري هرف پرون وویل چې په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې په وړاندې هېڅ خنډ نشته او اکمالات روان دي. مېرمن هرف د محسود وژل کېدل تایید نکړل، خو ویې ویل، نوموړی د امریکا د ملي ګټو لپاره مستقیم ګواښ و.
پاکستان په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان حکومت د ناټو اکمالاتي لاره د اوو میاشتو لپاره وروسته له هغه بنده کړه چې د امریکا د پوځ په بمبارۍ کې څلورویشت پاکستاني پوځیان ووژل شول.