اموس: د سوریې په سلوکې نژدې څلوېښت وګړي اوس بشري مرستو ته اړتیا لري

ملګري ملتونه وايي چې؛ د سوریې په سلوکې نژدې څلوېښت وګړي اوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو مشر والیرې اموس پرون د امنیت شورا غونډې ته وویل د سوریې بحران په چټکۍ مخ په خرابېدو دی او هېڅ راز کموالی نه پکې راځي.

د ملګروملتونو یوې ویاندې اماندا پیت د اموس له قوله وویل چې دی وايي د هغو خلکو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري ۹،۳ میلیونه ته لوړ شوی په داسې حال کې چې په تېره سپټمبر میاشت کې د دې وګړو شمېر ۶،۸ و.

ویاندې زیاته کړه چې؛ د دې وګړو نیمايي خلک دي چې په سوریه کې د جګړې له وجې له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

اموس له امنیت شورا وغوښتل چې د سوریې پر رژیم او اپوزسیون له خپل ټول سیاسي زور څخه کار واخلي څو د مرستندویو موسسو کارکوونکو او وسایلو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

ټاکل شوې چې د سوریې لپاره د ملګروملتو او عرب لیګ استازی اخضربراهیمي د سوریې د سولې کنفرانس ته د تیاریو په درشل کې نن له امریکايي او روسي ډيپلوماتانو سره خبرې وکړي.