د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون په ریاض کې له خپل سعودي سیال سره وکتل.
جان کري او سعود الفیصل وویل، کیدای شي دواړه هېوادونه په تکتیکونو کې اختلاف ولري خو د ګډو اهدافو په برخه کې له یو بل سره هم نظره دي.
سعود الفیصل وویل، دواړه دوست هېوادونه د منځني ختیځ د مهمو مسلو په اړه خبرې کوي.
نوموړي د سوريي په اړه د ایران پر دریځ انتقاد وکړ او پر تهران يې غږ وکړ چې د بشار اسد له رژیم څخه خپل ملاتړ بند کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له اټومي وسلو څخه د منځني ختیځ په پاکولو هم ټینګار وکړ .
جان کري وویل امریکا او سعودي د سوريي په اړه د جینیوا کانفرانس ته چمتوالي نیسي او واشنګتن دس وريي په اړه د سعودي عربستان د دریځ ستاینه کوي:
"متحده ایالات د سوريي د حکومت له اپوزوسیون څخه د ملاتړ او ددې هیواد د شخړي د سیاسي حل لپاره د سعودي عربستان د مشرتابه د تعهد ستاینه کوي.
څرنګه چې مو تل ویلي چې؛ دا شخړه د حل یوه لاره لري او هغه د خبرو اترو لاره ده.
زموږ په قضاوت دا شخړه د پوځي ځواک له لارې پای ته نه رسیږي."
نوموړي یو ځل بیا د واشنګټن دا ژمنه تازه کړه چې ایران به اټومي وسلو لرولو ته پرینږدي.