د پاکستان یوې محکمې نن د پخواني ولسمشر پرویز مشرف ضمانت قبول کړ .
پرویز مشرف ته دا ضمانت پر لال مسجد د حملې د دوسیې په خاطر ورکړ شوی چې په مقابل کې یې باید دوه زره امریکايي ډالر ورکړي.
پر هغه تور دی چې په دوه زره اوم (میلادي) کال کې یې د لال مسجد د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د لانجې پر مهال کوماندو ځواکونو ته د حملې امر کړی و چې لږترلږه سل تنه په کې وژل شوي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لا هم د پرویز مشرف نوم د هغو کسانو په لست کې ساتلی چې د حکومت د اجازې څخه پرته بهر ته سفر نه شي کولای.
د محکمې د دې تازه پریکړې سره ښايي د پرویز مشرف لپاره د ازادۍ زمینه برابره شي.
پرویز مشرف د تیرو شپږو میاشتو راهیسې په خپل کور کې نظر بند دی.