د ملګرو ملتو او نړیوال بانک مشران روانه اونۍ په یو شمیر افریقايي هیوادو کې د اقتصادي پرمختګ د او سیاسي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره د افریقا (ساحل) سیمو ته ځي.
د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون او د نړیوال بانکه مشر جیم یونګ کیم به نن مالي ته ورسیږي.
دواړه مشران له هغه ځایه نایجیر، بورکینا فاسو او بیا چاد ته ځي.
د دوی سره به د افریقايي اتحادیې، د افریقا د پراختیا بانک او د اروپايي اتحادیې مشران هم ملګري وي.
د نړیوال بانک مشر تر دې سفر مخکې ژمنه کړې وه چې؛ د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره زیاته اندازه خصوصي او عمومي پانګه راغونډه کړي.
ملګري ملتونه وايي چې، د افریقا (ساحل) په سیمه کې یوولس ملیونه خلک د خوراکي موادو مرستې ته اړتیا لري او تقریباً پینځه ملیونه ماشومان په شدت سوء تغذي دي.
د افریقا ساحل په سیمه کې په تیرو څو کلو کې سخته وچکالي وه چې؛ د سیمې اقتصاد ته یې شدیده ضربه ورکړې ده.