سپینې ماڼۍ او د امریکا د کانګرس یو شمېر مهمو غړو د دې هېواد دې ملي امنیتي د ادارې د تښتیدلي مامور ادوارد سنودن د عفوې غوښتنه رد کړه.
سنوډن تېره اونۍ په روسیه کې د یو شمېر جرمني سیاستوالو سره خبرې وکړې او یو لیک یې ورته وسپاره چې، د عفوې غوښتنه یې په کې کړې ده.
اډوارډ سنوډن په دې لیک کې ویلي؛ پر هغو مسایلو چې ممکن په جدي ډول د قانون سرغړونه ګڼل کیږي؛ د رڼا اچولو لپاره د امریکا د کانګرس په وړاندې دریدو ته تیار دی.
خو د سپینې ماڼۍ یوه سلاکار ویلي چې؛ اډوارډ سنوډن د امریکا قانون مات کړی او باید د عدالت په وړاندې د درېدو لپاره بېرته ستون شي.
د امریکا د سنا د استخباراتو د کمیټې مشر ویلي، اډوارډ سنوډن خپل هېواد ته ستر زیان رسولی دی.
اډوارډ سنوډن اوس په روسیه کې اوسي او د مسکو حکومت موقته پناه ورکړی ده.
سنوډن د امریکا د حکومت د څارونکو فعالیتو په اړه د اسنادو په ګډون په لوړه کچه پټ استخباراتي معلومات افشا کړل.
امریکا غواړي چې سنودن د جاسوسي په تور ونیول شي.