جان کري سعودي عربستان ته رسیدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته رسیدلی.

کري هڅه کوي هغه ستونزې هوارې کړي چې؛ په دې وروستیو کې له سعودي عربستان سره چې د امریکا د اوږدې مودې متحد بلل کیږي، په اړیکو کې رامنځ ته شوې دي.

مصر له واشنګټن سره د ریاض د خړپړشویو اړیکو یوه منبع بلل کیږي.

واشنګټن وروسته له هغې چې د مصر پوځ په جولای میاشت کې د مصر ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ، له دې هېواد سره کلنۍ یونیم ملیارډ ډالره مرسته بنده کړه.

سعودي عربستان بیا د مصر د موقت حکومت ملاتړ کړی دی.

د سوریې په اړه هم د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ اختلاف موجود دی.

ریاض چې؛ د سوریې د اپوزیسیون مهم ملاتړی دی تیره میاشت هغه مهال سخت په غوسه شو چې؛ امریکا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پر ضد له پوځي ګواښ څخه تیر شو.

د راپورونو له مخې ریاض دغه راز اندیښنه څرګنده کړې چې؛ د سوریې د سولې خبرې به په دمشق کې یوه تهران پلوي حکومت جوړیدو ته لاره هواره کړي.

سعودي عربستان چې؛ له څو لسیزو راهیسې له ایران سره اختلافات لري دغه راز اندیښمن دي چې؛ د ایران د اټمي لانجې حل به د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو سبب شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په قاهره کې وویل، دی به د منځني ختیځ پر هېوادونو له بهره حملې ته اجازه ورنه کړي. داسې انګیرل کیږي چې؛ د هغه له دې څرګندنو هدف ایران و.

کري د مرسي له لېرې کېدو وروسته په مصرکې تشدد وغانده، خو د مرسي یا د هغه د محاکمې په اړه یې هیڅ ونه ویل.

د مرسي محاکمه نن پیل شوه.

کري له مصریانو وغوښتل چې؛ د ډیموکراسۍ پر لورمارش ته دوام ورکړي او ویې ویل، یوازې ډیموکراسي به مصر اقتصادي سوکالۍ او ثبات ته ورسوي.

ده زیاته کړه چې؛ واشنګټن د مصرله موقت حکومت سره ګډ کار ته ژمن دی.

کري همدا راز له مصر سره د امریکا د مرستو ځنډېدل کم اهمیته وبلل او ویې ویل چې؛ د دواړو هېوادونو پر اړیکو باید د مرستو له مخې قضاوت ونشي:

"طبعا پوهېږو چې؛ د ځینو مرستو په اړه، چې له څه وخت راهیسې ځنډېدلي پرېکړه ښايي په ځینو ځایونو کې د منلو وړ نه وي، خو دا کومه جریمه ده. دا له قانون سره سم د متحدوایالاتو پالیسي ده.

موږ په یوه هېواد کې د حکومت د بدلون په صورت کې د حالاتو د تغییر په برخه کې د کانګرس له خوا یو تصویب شوی قانون لرو او موږ د دې قانون په وړاندې مسوول یو."


جان کري به په دې سفر کې اسراییل، لویدیځې غاړې، اردن، متحده عربي اماراتو، الجزایر، مراکش او پولنډ ته هم ولاړ شي.