د سوریې حکومت مخالفه ډله د جینوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره شرط لري

د سوریې د اپوزیسون مهمې ډلې ویلي، څو پورې چې له واک څخه د ولسمشر بشار الاسد د لرې کېدو په اړه روښانه مهال ویش ونه اوسي؛ دوی به د جینوا په هغو خبرو اترو کې برخه وانه خلي چې د سوریې د کړکیچ د ختمولو لپاره پلان شوې دي.

د سوریې د ملي ایتلاف مشر احمد الجربه (Ahmed al-Jarba ) دا څرګندونې د عربي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په هغه بیړنۍ غونډه کې وکړې چې؛ په قاهره کې جوړه شوې وه.

الجربه همدارنګه وویل چې، د دوی ایتلاف په خبرو اترو کې د ایران چې ده اشغالګر وباله برخه اخیستل هم نه مني.

د (جینوا – دوه) په نوم د دې خبرو اترو هدف د سوریې د کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره د سیاسي پروسې پیلول دی.

تر اوسه د سوریې په روان کړکیچ کې تر سل زرو زیات کسان وژل شوې دي.

دا خبرې اترې تر اوسه څو واورې ځنډول شوي چې؛ علتونه یې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ اختلافات، د سوریې د اپوزیسون د ډلو ترمنځ بیلتون او د یاغیانو او اسد د رژیم نه پخلا کیدونکي دریځونه ښودل شوې دي.