د کاسوو په میتروویڅا ښار کې د رای ورکولو مرکزونو لوټ شول

په کاسوو کې سیمه ییز انتخابات پرون پای ته ورسېدل؛ خو په شمالي ښار "میتروویڅا" Mitrovica کې د رای ورکولو پر یوه مرکز حملې او د رایو د صندوقونو غلا او ویچاړولو پر دې ټول جریان سیوری واچاوه.

په دې ښار کې چې اکثریت وګړي یې سربان دي تېرمازیګر مخ پټو (نقاب پوشو) کسانو د رای ورکولو پر ستر مرکز برید وکړ؛ لوټ یې کړ، منځ ته یې د اوښکې بهوونکی ګاز ګولۍ واچولې او بیا یې د رای ورکولو صندوقونه مات کړل او ځیې یې له ځان سره یوړل.

په میتروویڅا کې د رای ورکولو څو نور مرکزونه وروسته له هغه بند شول چې؛ د انتخاباتو مسوول چارواکي او په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي د امنیتي تدابیرو په ترڅ کې له دې مرکزونو څخه واېستل شول.

د کاسوو د انتخاباتو چارواکو تېره شپه د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمانه وغوښتل چې؛ مرسته وکړي، څو دوی د رایو صندوقونه د ساتنې لپاره پریستینا ته نژدې د رایو ورکولو مرکزي دفتر یوسي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE تراوسه نه دي ویلي چې؛ د دې حملې اغېز به پر انتخاباتو څه وي او د رایو صندوقونه به څنګه د کاسوو له شمال څخه جنوب ته لېږدول کېږي.

پرونۍ حمله په داسې حال کې کېږي چې؛ بلګراد د کاسوو له سربانو څخه وغوښتل چې؛ له سربیا د پریستینا د بېلتون له یواړخیز اعلان وروسته د لومړي ځل لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړي.