د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي ښار کې د ۲۰۱۴ کال د المپیک د ژمنیو لوبو په درشل کې پرون د تروریزم پرضد د سختو قوانینو یوه مجموعه توشېح کړه.
د دې قوانینو له مخې د تورنو وسله والو کورنۍ او خپلوان په دې مکلف بلل کېږي چې؛ د روسیې په جنوب کې د تروریستي حملو په نتیجه کې د مالي زیانونو تاوان وګالي. همداراز هغو کسانو ته چې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ترېنېنګ ورکول کېږي؛ تر لسو کلونو پورې د حبس سزا ورکول کېږي.
په نوي قانون کې ویل شوي چې؛ د تروریستي حرکت په نتیجه کې د رسېدلي زیان تاوان باید د دې عمل د سرته رسوونکي او همداراز د هغه د نژدې خپلوانو او آشنایانو په وسیله ورکړل شي. دا قانون د مشکوک تروریست او د هغه د خپلوانو او نژدې آشنایانو د جایداد د ضبطولو اجازه هم ورکوي.
د کرېملېن د رسمي ویبسایټ د خبر له مخې پوتین د شنبې په ورځ دا قانون لالسیک کړ.