د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مصرکې د اسلامپال ولسمشر محمد مرسي د لېرې کېدو په دوام د ناارامیو له پیلېدو وروسته پرون د لومړي ځل لپاره قاهرې ته ولاړ.
جان کري له خپل مصري سیال نبیل فهمي سره په داسې حال کې د تړلو دروازو شاته خبرې وکړې چې؛ په بهر کې د مرسي پلویانو او مخالفینو د نوموړي د محاکمې د پیل په اعتراض کې نښتې وکړې.
کري په مصر کې تشدد وغانده، خو د موقت حکومت له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې؛ بېړنی حالت دې له ختمېدو رسېدو وروسته بیا نه تمدیدوي.
پرون په داسې حال کې چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له خپل مصري سیال نبیل فهمي سره تر کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته وینا کوله، بهر د لیرې کړل شوي ولسمشر محمدمرسي مخالفینو او پلویانو د قاهرې په اسلامي پوهنتون کې له یو بل سره نښتې وکړې.
تشدد هغه مهال پیل شو چې؛ په الازهر پوهنتون کې د مرسي پلویانو چې د ده د محاکمې په وړاندې د اعتراض لپاره واټونو ته راوتلي وو، له خپلو سیالانو سره چې د پوځ په پلوي راوتلي وو نښته وکړه.
محمدمرسي په دې تور محاکمه کېږي چې؛ د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر میاشت کې د جمهوري ریاست د ماڼۍ مخې ته د اعتراض کوونکو وژنه یې پارولې وه.
کري د مرسي له لېرې کېدو وروسته په مصر کې تشدد وغانده خو د مرسي یا د هغه د محاکمې په اړه یې هېڅ ونه ویل.
کري له مصریانو وغوښتل چې د ډیموکراسۍ پر لور مارش ته دوام ورکړي او ویې ویل، یوازې ډیموکراسي به مصر اقتصادي سوکالۍ او ثبات ته ورسوي.
ده زیاته کړه چې؛ واشنګټن د مصر له موقت حکومت سره ګډ کار ته ژمن دی. کري همداراز له مصر سره د امریکا د مرستو ځنډېدل کم اهمیته وبلل او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو باید د مرستو له مخې قضاوت ونشي:
"طبعا پوهېږو چې د ځینو مرستو په اړه، چې له څه وخت راهیسې ځنډېدلي پرېکړه ښايي په ځینو ځایونو کې د منلو وړ نه وي، خو دا کومه جریمه ده. دا له قانون سره سم د متحدوایالاتو پالیسي ده.
موږ په یوه هېواد کې د حکومت د بدلون په صورت کې د حالاتو د تغییر په برخه کې د کانګرس له خوا یو تصویب شوی قانون لرو او موږ د دې قانون په وړاندې مسوول یو."
واشنګټن په دې وروستیو کې د مرسي د پلویانو پرضد د تشدد او په مصر کې د پوځي واکمنو له خوا د اصلاحاتو د نه راوستو په خاطر له دې هېواد سره نژدې یونیم میلیارد ډالره کلنۍ مرسته ځنډولې ده.
د مرسي د پلویانو د ځپلو لپاره د مصر د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې سلګونه کسان ووژل شول.
کري تایید کړه چې؛ مصر له سختو حالاتو د تېرېدو په حال کې دی او په دې هېواد کې یې د تشدد د ختمېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د امریکا او مصر دوه اړخیز اړیکي د مصر له اقتصادي انتقال سره تړلي دي.
د مصر د بهرنیوچارو وزیر نبیل فهمي وویل، د کري څرګندونې او د مصر د حکومت پلان چې په اساسي قانون کې یې د اصلاحاتو او د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر میاشت کې د انتخاباتو ژمنه کړې ښيي چې واشنګټن او قاهره دواړه په خپلو کې د عادي اړیکو بیا پیل غواړي:
"ما څو ورځې مخکې یادونه وکړه چې د امریکا او مصر په اړیکو کې یوڅه کړکېچ راغلی دی خو له ښاغلي کري سره د تړلو دروازو شاته له نننیو خبرو وروسته زه باوري شوم چې د امریکا ملاتړ او زموږ د حکومت پلان دواړه مثبتې نښې دي. موږ دواړه غواړو چې خپل اړیکي په یوه مثبته بڼه بیا پیل کړو. همداراز د دواړو هېوادونو ترمینځ د سټراتیژیک ډیالوګ د پیل لپاره د کري یادونه هم یو مثبت پرمختګ دی."
ښاغلي کري همدا راز د مصر له پوځي چارواکو غوښتي چې بېړني حالت دې په روانه میاشت کې د هغه له پای ته رسېدو وروسته بیا نه تمدیدوي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یو مقام وايي، کري پر مصري چارواکو سخت فشار راوړ چې بېړنی حالت د نوامبر په ۱۴مه له ختمېدو وروسته بیا تمدید نکړي.
دې مقام هغو خبریالانو ته چې د قاهرې په سفر کې له کري سره ملګري وو وویل، نوموړي مصري چارواکو ته وویل چې روان پوځي عملیات ناسم کار دی او د ټولو اړخونو د ګډون د اصل تقاضا دا ده چې باید اخوان المسلمین او نورو ډلو ته چانس ورکړل شي.
د راپورونو له مخې کري د مصر د مدني ټولنو له غړو سره هم د تړلو دروازو شاته غونډه وکړه.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت قاهرې ته د کري له تللو مخکې د دې سفر له تایید څخه ډډه کوله خو مصري رسنیو د دې ځندېدلي سفر په اړه له څو ورځو راهیسې راپورونه خپرول.
منځني ختیځ او د افریقا شمال ته د نهه ورځني سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې ښاغلی کري همدا راز سعودي عربستان، اسراییل، اردن او الجزایر ته هم ولاړ شي.