د پاکستاني وسله والو طالبانو مرکزي وياند شاهد الله شاهد د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چې دوی عصمت الله شاهين بيټنى خپل مؤقت مشر ټاکلی دی او د حکيم الله د دايمي ځايناستي لپاره لا خبرې روانې دي.
د نوموړي په وينا، عصمت الله بېټني تر ټاکل کېدو وروسته له پاکستاني حکومت سره له خبرو اترو انکار کړى او په وينا يې چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته له پاکستاني حکومت سره د خبرو اترو هېڅ جواز نه پيدا کېږي.
نوموړي همدا راز ګواښ کړى، چې ډېر ژر به د امريکا له ګوډاګيو او لاسپوڅو د خپل مشر د وژنې غچ واخلي.
تر دې مخکې د پاکستان د مرکزي حکومت وياند پرويز رشيد د شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې حکومت يې غواړي له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې اترې پرمخ بوځي.
د پاکستان د سياسي او روانو چارو کارپوه ډاکټر عالم يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د پاکستان حکومت له ډېرې مودې راهيسې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه دروغ وايي او په خبره يې، د حکيم الله مسود تر وژنې وروسته به د خيبر پښتونخوا په ګډون د ټولې سيمې وضعيت خراب شي:
"دلته کې د مذاکراتو نه علاوه بله لار نشته، خو پکار ده چې رياست خپله درجه وښيي او دروغ ونه وايي. اوس داسې ده چې زموږ حکومت خلکو ته يو څه وايي او بېن الاقوامي دنيا ته بله خبره کوي. همداسې په پاکستاني طالبانو کې هم مختلف ګروپونه دي، اوس په دې کې څومره د مذاکراتو ملاتړ کوي او څومره يې نه کوي، دا به وروسته پته لګي.
زما په خيال د دې هر څه به د خيبر پښتونخوا په ګډون د ټولې سيمې لپاره خراب عواقب ولري او خصوصاً زموږ د صوبې وضعيت به ډېر خراب شي."
نوموړى همدا راز وايي چې د پاکستاني طالبانو د وروستيو متضادو اعلانانو داسې برېښي، چې د هغوى ترمنځ اختلافات پيدا شوي دي.
حکیم الله محسود د جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یو برید کې له خپلو نېزدې ملګرو سره يوځاى ووژل شو.
پاکستان د بې پیلوټه الوتکو پر دې برید د اعتراض په توګه په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړی و او ویلې یې دي چې، دې برید په پاکستان کې د سولې هڅې له منځه وړي.
ياده دې وي، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار وايي، د جمعې د ورځې له برید وروسته به له امریکا سره به د پاکستان د همکاریو پر ټولو اړخونو بیا غورکیږي او په خبره يې، د امريکا د بې پيلوټه الوتکو وروستي بريد په سيمه کې د سولې هڅې ووژلې.
بل خوا د پاکستان يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو ګواښ کړى، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د وروستيو بريدونو په غبرګون کې به د ناټو پر وړاندې اکمالاتي لار وتړي.
راپور: ذبيح شفق