په افغانستان کې په هرو ۵ ښځو کې یوه په کم عمر کې ودېږي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندق په خپل یوه نوي راپور کې یو ځلې بیا په افغانستان کې په کم عمر د نجونو د ودونو په اړه اندیښنه ښودلې.

د "یو. ان. اف. پي. اې" یا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سږنی راپور ښيي چې؛ لا هم په افغانستان کې په هرو پنځو ښځو کې یوه په ټیټ سن کې واده کوي.

په افغانستان کې د "یو. ان. اف. پي. اې" استازې "انټ رابرټسن" د یکشنبې په ورځ د دې راپور د خپرولو په هدف جوړه شوې غونډه کې همدا راز وویل چې؛ په افغانستان کې ۲۵٪ میرمنې په ټیټ سن کې د واده کولو له امله د فیستولا په ناروغۍ اخته کیږي.

فیستولا هغه طبیعي ناروغي ده چې؛ په ټیټ سن کې د زیږون په وخت رامنځ کیږي.

د یو شمیر ډاکټرانو په خبره که د دې ناروغۍ درملنه ونه شي نو ښځې په جدي فزیکي، روانې او د ګردې په ناروغیو اخته کیږي.

رانټ رابرتسن وویل، دا یوه جدي ستونزه ده چې دوی هڅه کوي د له منځه وړلو په برخه کې یې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

"د دې سروې له مخې په افغانستان کې په هرو پنځو میندو کې یوه له اتلسو کلنو نه په ټیټ عمر کې واده کوي.

په هرو څلورو ښځو کې چې له اتلس کلونو نه په ټیټ عمر کې یې واده کړې وي؛ د زیږون پر مهال مري.


په افغانستان کې پنځه ویشت فیصده هغه ښځې په فیستولا ناروغۍ اخته دي چې؛ له شپاړلس کلونو نه په ټيټ عمر کې یې واده کړې وي.

د "یو. ان. اف. پي. اې" د ۲۰۱۳ م کال د وګړو د حالت نړیوال راپور سږکال په (کوچنیوالي کې د موروالي) تر نامه لاندې خپور شو او په کې راغلي چې په مخ پر وده هیوادونو کې هم هر کال شل زره نجونې له اتلس کلونو نه په ټیټ عمر کې واده کوي.

ښاغلي رابرټسن وویل چې، دا مهال د ټولې نړی نفوس اوه اعشاریه دوه ملیارده کسانو ته رسیږي.

دوی وایي، دغه شمیره به په ۲۰۲۵م کال کې اته اعشاره دوه ملیارده او په ۲۰۵۰م کال کې نهه اعشاره پنځو ملیاردو ته ورسیږي.

د "یو. ان. اف. پي. اې" ادارې مسوولین اندیښنه څرګندوي چې؛ په نړی کې د نفوس ډیریدل به اقتصادي، ټولنیزې او یو شمیر نورې ستونزې پيدا کړي.

بل خوا د ښځو چارو وزارت وایي چې؛ دوی په ټیټ سن کې د واده کولو او د زیږون پر مهال د میندو د مړینې مخنیوي لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې لري.

د دې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیالې آمنې رحیمې چې د ملګرو ملتونو له خوا د راپور د خپرولو په غونډه کې یې ګډون کړې وو وویل چې؛ ډير ژر به په دې هکله کار پیل کړي.

"موږ غواړو په ټيټ عمر کې د ښځو واده کولو لپاره کنفرانسونه جوړ کړو؛ داسې دوامداره کنفرانسونه چې سمبولیک نه وي.

په هغو کې به سپینږیري هم ګډون ولري او هڅه کوو په هغو کې پریکړه لیکونه هم ولرو څو د خلکو ذهنونه روښانه کړو چې؛ په ټیټ عمر کې د نجونو د واده کولو مخه تر یوه حده ونیسو."


د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا د ټولې نړی د وګړو په هکله دغه سروې پداسې حال کې شوې چې د مرکزي احصایې ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان نفوس اوه ویشت اعشاریه پنځه میلونو ته رسیږي؛ چې نهه څلویښت اعشاریه پنځه فیصده یې ښځې دي.

دا اداره فقر، بې سوادي او له خپلو حقونو څخه بې خبري هغه مهم عوامل بولي چې؛ له امله یې په افغانستان او ځینو نورو هیوادونو کې نجونې په کم عمر کې ودیږي.

راپور: جمیله ظریف