د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او بریتانیا د حکومت استازي د دې هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د لاسلیک شوي سند د عملي کېدو په اړه غونډه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د افغان او بریتانوي چارواکو ترمنځ دارنګه غونډې په کال کې یو ځلې کیږي.
د افغانستان او برتانيې ترمنځ په دغه سند کې په اقتصادي، انکشافي، سیاسي، امنیتي، د قانون حاکمیت او فرهنګي برخو کې په همکاریو ټینګار شوی دی.
افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې د امریکا او هند په ګډون له یو شمیر هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.