"په افغانستان کې له هرو پنځو نه یوه جنۍ له اتلسو کلونو نه په کم عمر ودیږي"

"یو. ان. اف. پي. اې" یا د ملګرو ملتونو د وګړو صندق په افغانستان کې په کم عمر د نجونو په ودولو اندیښنه ښودلې او په یوه تازه راپور کې ویلي چې په دې هیواد کې له هرو پنځو نه یوه نجلۍ له اتلسو کلونو نه په کم عمر ودیږي.

"یو. ان. اف. پي. اې" په خپل راپور کې ویلي چې؛ پنځه ویشت فیصده هغه نجونې چې په کم عمر کې واده کوي، د فیستولا په ناروغۍ اخته کیږي.

په افغانستان کې د "یو. ان. اف. پي. اې" استازي "انټ رابرټسن" وویل؛ دوی له حکومت سره د دې ستونزې په کمولو کې همکاري کوي.

په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون په طرحه کې په کم عمر د نجونو ودول جرم بلل شوی؛ خو په ملي شورا کې د دې قانون تصویب ځنډول شوی دی.