امریکا: د حکیم الله محسود وژنې په پاکستان کې د سولې هڅې له منځه نه دي وړي

د امریکا متحدو ایالتونو هغه ادعاوې چې وايي؛ د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو د مشر حکیم الله محسود وژنې په پاکستان کې د سولې نوې راپیل شوې هڅې له منځه وړي رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل؛ د وسله والو سره خبرې اترې د پاکستان کورنۍ مساله ده.

په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د امریکا متحده ایالات او پاکستان د سخت دریځو د تاوتریخوالي په ختمولو کې شریکه ستراتیژیکه ګټه لري.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د جمعې د ورځې هغه برید چې؛ د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود په کې ووژل شو؛ د سولې پر بهر برید بللی و.

چوهدري نثار علي خان ویلي وو؛ د امریکا له متحدو ایالتونو سره به د پاکستان د همکاریو پر ټولو اړخونو له سره غور وشي.

پاکستان همدارنګه په اسلام اباد کې د امریکا سفیر هم ورغوښتي و چې؛ د دې برید په اړه ورته خپل اعتراض واوروي.

بل خوا د پاکستاني طالبانو یو قومندان له نامعلوم ځایه په ټیلفون د ازادي راډیو مشال څانګې ته تایید کړې ده چې؛ عصمت الله شاهین د پاکستاني طالبانو د موقت مشر په توګه ټاکل شوی دی.

په یو بل جلا ټیلفون کې د پاکستاني طالبانو یو بل قومندان ازادي راډیو ته ویلي؛ د حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته د طالب قومندانانو ترمنځ اوس هم د یو دایمي مشر د ټاکلو پر موضوع بحثونه روان دي.

ترې دې مخکي راپورونو ویلي وو چې؛ د پاکستاني طالبانو شورا د شنبې په ورځ خان سید چې په سجنا مشهور دی د حکیم الله محسود د ځای ناستې په توګه خپل نوی مشر نومولی دی.