په هرات کې ۳ تنه د انتحاري حملو په تنظیمولو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په هرات کې یې درې کسان د انتحاري حملو په تنظیمولو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

د دې ادارې له خوا نن ازادۍ راډيو ته په یوه رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې؛ دغه مشکوک کسان يې د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي.

د ملي امنیت ریاست وایي چې؛ نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې؛ په تروریستي او ورانکارو عملیاتو کې ښکیل وو.