وروسته له هغې چې یو وسله وال کس د امریکا د لاس انجلس په نړیوال هوايي ډګر کې په ډزو یو امنیتي مامور وواژه او څو تنه نور یې ټپیان کړل؛ اوس چارواکي وايي چې، دا هوايي ډګر بېرته په بشپړه توګه پرانیستل شوی دی.
د شنبې په ورځ د دې هوايي ډګر چارواکو اعلان وکړ چې؛ درېیم ترمینل اوس په بشپړه توګه د مساپرو لپاره پرانیستی دی.
دا سیمه وروسته له هغې د پولیسو د څیړنو لپاره تړل شوې وه چې؛ مشکوک درویشت کلن پاول انټوني په کې د جمعې په ورځ د ټوپک ډزې وکړي. پولیسو دغه تر نیول کېدو مخکې په ډزو ټپي کړ. چارواکي هڅه کوي چې، د دې برید انګیزه پیدا کړي.
ویل کیږي چې دې، مشکوک وسله وال کس د ټرانسپورتي امنیتي ادارې مامورین په نښه کړي ول.
دا اداره د امریکا د متحدو ایالتونو په هوايي ډګرونو کې امنیتي چارې سنبالوي.
د لاس انجلس د هوايي ډګر چارواکي وايي؛ دې پېښې د یو سلو شپږ اویازره مسافرو تر یونیم زرو زیاتې الوتنې وځنډولې.