افغان ولسمشر حامد کرزی لندن ته له پنځه ورځني سفر وروسته نن بیرته کابل ته راستون شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وایي چې؛ ولسمشر کرزي په دې سفر کې د پاکستان، افغانستان او بریتانیا په څلورمه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون سربېره له ځینو بریتانوي چارواکو سره جلا جلا ملاقاتونه هم درلودل.
ښاغلي کرزي د سفر په وروستۍ ورځ په اکسفورډ پوهنتون کې د وینا پرمهال وویل چې؛ افغانستان او متحدین یې تراوسه نه دي توانیدلي چې؛ په دې هیواد کې امنیت ټینګ کړي.
په اعلامیه کې د ښاغلي کرزي له خولې ویل شوي چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه وروستۍ پریکړه به هم په لویه جرګه کې کیږي.