د سولې عالي شورا وايي د سولې خبرې یوه شیبه هم په ټپه نه دي درېدلي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ د سولې هغه خبرې چې د دې شورا په مشرۍ پيل شوي؛ يوه شېبه هم په ټپه نه دي درېدلي.

د سولې عالي شورا دغه خبرې وروسته له هغې وکړې چې؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي وويل؛ چې له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅې بايد مخکې پيل شوې واى.

جيمز ډابينز پرون په لندن کې وويل چې؛ دغو خبرو به د ډېرو کسانو د وژل کېدو مخه نيولاى، سخت دريځي وسله وال به يې نور هم کمزوري او د سولې پروسه به يې نوره هم ګړندۍ کولاى.

د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد ازادۍ راډيو ته وويل؛ د سولې خبرې د دې شورا له ايجاد راهيسې روانې دي.