امريکايي چارواکي وايي، د لاس انجلس په نړيوال هوايي ډګر کې د هوايي ډګر يو ساتونکى هغه وخت ووژل شو او اووه نور کسان ټپيان شول، چې يوه وسله وال سړي ډزې پيل کړې.
پوليس وايي، مشکوک وسله وال سړى ٢٣ کلن دى او "پاول شنشا" نومېږي چې؛ توقيف شوى دى.
د هوايي ډګر د پوليسو مشر "پاتريک ګانون" وويل؛ پوليس په دې باور دي چې، وسله وال سړي په يوازې سر دا ډزې کړې دي:
”يو سړى د هوايي ډګر درېيم ټرمينل ته راغى؛ له بيک څخه يې خپله وسله وايستله او په ټرمينل کې يې ډزې پيل کړې.“
د هوايي ډګرونو د امنيتي مسووليتونو د ادارې يوه وياند وويل؛ په دې پېښه کې د هوايي ډګر يو امنيتي کس وژل شوى او بل تن ټپي دى.
له هوايي ډګر څخه الوتنې وځنډېدې.