د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هغې ویدیو په اړه څیړنه کوې چې طالبان په کې د ملي پوځ درې عسکر په ډزو وژني.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، ازادي راډیو ته وویل، د څېړنې په پای کې به څرګنده شي چې وژل شوي کسان د ملي پوځ عسکر دي او که نه:
«د ویدیو د اصلیت معلومولو په اړه څیړنه روانه ده، خو دا ډول عمل هم د اسلام د مبارک دین او هم د نړۍ د مروجو انسانې او ټولینزو قوانینو پر خلاف دی او دا یو بشپړ جنګي جنایت دی».
دا ویدیو د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو رسینو کې خپره شوه او په کې ښکارې چې دري تنه ځوانان د ملي پوځ په لیکو کې د خدمت په جرم د طالبانو له خوا په ډزو وژل کیږي.