د روسیې او جاپان چارواکې د نن ورځې په وروستیو کې خبرې پیلوي

د روسیې او جاپان چارواکې د نن ورځې په وروستیو کې خبرې پیل کوي.

تمه ده چې د توکیو په خبرو کې په امنیتي همکارۍ او د دواړو هیوادونو تر منځ د ځمکنۍ لانجۍ په اړه بحث وشي.

د همدې مسلې له امله جاپان او روسیې تر اوسه په خپلو کې د سولې تړون ندی لاسلیک کړی.

د جمعې د ورځې غونډه مقدماتې غونډه بلل شوې او د یکشنبې په ورځ به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف او دفاع وزیر سرګي شویګو د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر فومیو کیشیدا او دفاع وزیر مییف ایتسونوري اونوودیرا سره غونډه وکړي.

څیړونکې وایي، د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هڅه کوي چې د چین د پوځې قدرت د مقابلې په مقصد له جاپان سره نږدي اړیکې ټینګ کړي.

روسیې او جاپان دغه راز په خپلو کې د انرژۍ د منابعو د پراختیا، په خاص ډول د طبیعي غاز او د روسیې په لري ختیځ کې د نورو سوداګریو په برخو کې همکارۍ زیاتې کړي دي.