جان کري ومنله چې؛ د استخباراتو پروګرام په ناسم ډول ډير وړاندې تللی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري ومنله چې؛ د امریکا د استخباراتو پروګرام په ناسم ډول ډير وړاندې تللی دی.

کري د پنجشنبې په ورځ د تروریزم ضد جګړې کې د جاسوسۍ او استخباراتو څخه دفاع وکړه او ویي ویل، موږ له یوې نوې نړۍ سره په معامله کې یو، په کومې کې چې خلک ځانونه الوزوي، خو دایي ومنله چې احتیاط یا خود داري لازمه وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، جمهور رئیس اوباما او دی په خپله د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پراخو استخباراتې فعالیتونو د راپورونو په اوریدو حیران شول او دا ځکه چې استخبارات د تګنالوژۍ په برکت د اتومات پیلوټ په توګه کار کوي.

د امریکا د جاسوسۍ راپورونو چې د امریکا د ملي امنیت پخواني کاررکوونکې ایډورډ سنوډین افشا کړې، د امریکا زیات شمير متحدان یي په نړۍ کې په غوسه کړي دي.