چارواکي وايي، د ميدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په يو کور کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلور ماشومان وژلي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي آزادۍ راډیو ته وویل، پېښه د سیدآباد ولسوالۍ د سالار سیمې د اوسېدونکي شيرین په کور کې شوې چې د ده د کور څلور ماشومان یې وژلي او يو بل یې ټپي کړی دی. د راپورونو له مخې د هاوان دا مرمۍ د شیرین یو ماشوم موندلې او کور ته یې راوړې وه.
خوګیاڼی وايي ټپي ماشوم اوس مهال د سره صلیب په روغتون کې تر علاج لاندې دی.