د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ګواښ کړی چې که د سولې د خبرو په ترڅ کې د بې پیلوټه الوتکو برید وشي نو په ټول پاکستان کې به د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړي.
عمران خان په لاهور کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل حکومت له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې پرله پسې ځنډوي.
ده ګواښ وکړ چې ګوند یې دا توان لري چې د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړي، خو څارونکي وايي چې عمران خان د مرکزي حکومت او پوځ له اجازې پرته نشي کولای د ناټو اکمالاتي لارې بندې کړي.
د کرکټ پخوانی لوبغاړی او اوسنی سیاستوال عمران خان چې ګوند یې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت اداره کوي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو سخت منتقد شوی.