عمران خان: د ناټو اکمالاتي لار بندوو

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ګواښ کړى، چې که چېرې د امريکا متحده ايالات پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ونه دروي، نو دوى به په افغانستان کې د مېشتو ناټو او امريکايي ځواکونو پر وړاندې اکمالاتي لار وتړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په لاهور کې د خپل ګوند د مرکزي کومېټې تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، که مرکزي حکومت له پاکستاني طالبانو سره په خبرو اترو کې له ځنډه کار اخلي، نو چمتو دى چې د خپل ګوند له لارې له هغوى سره خبرې پيل کړي.

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو په پيل کې له ځنډه کار اخلي.

عمران خان په دې اړه وويل:

"که چېرې له طالبانو سره د خبرو اترو پر مهال پر قبايلي سيمو امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد وکړا، نو نن زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې موږ به په خيبر پښتونخوا کې په افغانستانا کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو پر وړاندې اکمالاتي لار بنده کړو. موږ به له طالبانو سره د خبرو اترو په لړ کې د هېچا فشار ونه زغمو."

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان د عمران خان د وروستيو ګواښونو په اړه وايي، چې نوموړى به ونه کړاى شي چې د پاکستان د مرکزي حکومت او ددغه هېواد د پوځ له غوښتنې و پريکړې پرته د ناټو اکمالاتي لار بنده کړي.

د سياسي چارو کارپوه شوکت خټک له ازادي راډيو په خبرو کې په دې اړه وويل:

"د ناټو د اکمالاتي لارو تر بندولو وروسته چې په مرکزي او صوبايي حکومت کوم فشار راځي، نو زما په فکر عمران خان به ددې جوګه نشي چې دا فشار برداشت کړي او د مرکزي حکومت او د پوځ د فيصلې نه بغېر داسې يو اقدام به دى وکړي او دى به کامياب شي، زه فکر کوم دا ممکنه نه ده.

کله چې عمران خان د ناټو د سپلايي خلاف په پېښور کې احتجاج کړى و، نو هغه وخت عمران خان په حکومت کې نه و، نو په هغه باندې دومره فشار هم نه و."


شوکت خټک وايي، چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د پاکستان نه، بلکې د امريکا د متحده ايالاتو مساله ده.

پاکستاني وسله والو طالبانو له حکومت سره خبرې اترې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريدونو پورې مشروط کړي دي او ددغه هېواد له حکومته يې غوښتي، چې تر مذاکراتو او ډزبندۍ مخکې دې پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي.

خو د سياسي چارو کارپوهان بيا وايي، چې ترڅو پورې په قبآيلي سيمو کې د نړېوالو ترهګرو ځالې موجودې وي، امريکا به د بې پيلوټۀ الوتکو بريدونه ونه دروي.

ياده دې وي، چې د پاکستان حکومت د ٢٠١١م کال د نومبر په ١١مه نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه په مومند ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوستې د امريکا د هوايي بريد په غبرګون کې د ناټو اکمالاتي لار بنده کړې وه، چې بيا تر اتو مياشتو بندښت وروسته يې د ٢٠١٢م کال د جولاى په ٣مه نېټه بېرته پرانېسته.

راپور: ذبيح شفق