یو شمېر افغانان د کارتونو په ویش کې د ځینو درغلیو له امله انتقادونه کوي

یو شمېر افغانان او د انتخاباتو څاروونکي سازمانونه د راتلونکو انتخاباتو لپاره د راېي ورکولو د کارتونو په ویش کې د ځینو درغلیو له امله انتقادونه کوي.

دغه ډلې او ځیني افغانان شکایت کوي چې؛ په یو شمېر ځایونو کې له اتلس کلن څخه کم عمره کسانو هم کارتونه اخیستي او ځینو خو بیا څو څو کارتونه تر لاسه کړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد یا فیفا اجرایوي مشر جانداد سپین غر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د کارتونو د ویش په برخه کې د درغلیو لوی لامل د عصري ټکنالوژۍ نشتوالی دی.

(د راې ورکولو د کارتونو د ویش سیستم یو کاغذي سیستم دې چې ډیر ناقص دې، په آسانۍ د جعل وړ دې او سوه استفاده ورنه کیدای شي.)

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون مسوولین بیا وایي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره پوره چمتووالی لري او د ټولو دا ډول ستونزو مخه به په جدي توګه ونیسي.