د عراق صدراعظم د امریکا د کانګرس له یو شمیر غړیو سره وکتل

د عراق صدراعظم نوري المالیکي له واشنګټن څخه د کتنې په دوام د امریکا د کانګرس له یو شمیر غړیو سره وکتل.

دا له دو کالو راهیسې واشنګټن ته د هغه لومړنی سفر دی.

مالیکي په واشنګټن کې هڅه کوي چې؛ په هېواد کې د مخ په زیاتیدونکو شخړو د مخنیوي لپاره پوځي مرسته ترلاسه کړي.

په عراق کې له یوې خوا فرقه یي تاوتریخوالی زیات شوی او له بلې خوا یې هم په پوله، سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې؛ په روان کال کې به له اوزرو زیات کسان وژل شوي وي.

پرون له المالیکي سره له کتنې وروسته امریکایي سناتورجان مککن وویل، د عراق وضعیت مخ په خرابیدو دی او زیاته یې کړه چې دا په مالیکي پورې تړلې چې دغه وضعیت بدل کړي.

مککن یو له هغو شپږو جمهوري غوښتونکو او ډموکرات سناتورانو څخه دی چې؛ د سې شنبې په ورځ یې ولسمشر بارک اوباما ته یولیک استولی او په هغه کې یې په عراق کې د شخړو د زیاتیدو ملامتي د المالیکي پر حکومت اچولې ده.