د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د هغې ستونزې بشپړ مسولیت په غاړه واخیست چې د ده اداره د روغتیا د بیمې د نوي سیستم په ویب پاڼه کې ورسره مخامخ ده.
د روغتیا او بشري خدماتو وزیرې کاتلین سیبلیوس له هغو کسانو بخښنه وغوښته چې؛ د روغتیایي خدماتو لپاره د نوم ثبولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړې د کانګرس یوې کمیټې ته وویل چې؛ دا د دې ستونزې مسوله ده.
اوباما او سیبلیوس دواړو د روغتیایي خدماتو له نوي تاریخي سیستم څخه دفاع وکړه چې؛ له مخې یې میلیونونه امریکایان د روغتیا له دولتي بیمې څخه برخمن کېږي.
امریکا هغه لوی پرمختللی هېواد و چې؛ د عامه روغتیایي خدماتو سیستمه بې برخې و.
له سیبلیوس څخه د استازیو جرګې د انرژۍ او سوداګرۍ کمیټې په داسې حال کې پوښتنې کولې چې د روغتیایي خدماتو ویب پاڼه تراوسه نیمګړتیاوې لري.