حامد کرزی: بریتانيا دې خپلې ډيرې مرستې په اساسي پروژو کې وکړي

افغان ولسمشرحامد کرزي له بریتانيي غوښتي چې په افغانستان کې خپلې ډيرې مرستې په اساسي پروژو کې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي دا غوښتنه پرون د بریتانیې د نړېوالې پراختیا له وزیرې جستن ګریننګ سره په خبرو کې وکړه.

په دې لیدنه کې اغلې ګریننګ ویلي، بریتانیا لیواله ده چې؛ د افغان دولت د لومړیتوبونو له مخې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړې همداراز ژمه کړې چې؛ بریټانیا به تر ۲۰۱۷ کال پورې هر کال ۲۰۰ میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته وکړي.

ولسمشر کرزی د یوه لوړپوړي هییت په مشري په یوه پنځه ورځني سفر لندن ته تللی او هلته د اسلامي نړۍ د اقتصادي غونډې د افغانستان ، پاکستان او بریټانیې د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ.