اسراییلو په ختیځ بیت المقدس کې د یهودو لپاره د نویو مېشت ځایونو د جوړولو پلان اعلان کړ.
د اسراییلو د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، د رمات شلومو په سیمه کې د شواخوا یو نیم زر کورونو د جوړېدو پلان بالاخره تصویب شو.
اسراییل همدا راز د بیت المقدس زاړه ښار ته نژدې د لرغون پوهنې او سیاحت د یوه مرکز د جوړولو پلان لري.
اسراییلو دا اعلان څو ساعته وروسته له دې وکړ چې ۲۶ فلسطیني بندیان یې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او فلسطینیانو د سولې د خبرو د بیا پیلولو په لړ کې خوشي کړل.
د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس ویندوی نبیل ابو رودینه د اسراییتلو اقدام د سولې د بهیر لپاره ویجاوړونکی وباله.