د جرمني یوې محکمې د ۹۱ وژل شویو افغانانو د خپلوانو پر شکایت غور پیل کړ

د جرمني یوې محکمې پرون چهارشنبې په افغانستان کې د ناټو د الوتکو په بمبارۍ کې د ۹۱ وژل شویو افغانانو د خپلوانو پر شکایت غور پیل کړ.

دا کسان څلور کاله پخوا په کندوز کې د جرمني پوځیانو د قومندان په امر د دوو امریکايي ایف پنځلس الوتکو په بمبارۍ کې وژل شوي ول.

د بون د سیمه ییزې محکمې ویندوی وویل چې؛ محکمې د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په څلورمه نېټه د الوتکو د بمبارۍ ثبت شوې ویدیو ولیده.

د بمبارۍ امر وروسته له دې ورکړای شو چې طالبانو د ناټو د تېلو دوه ټانکرونه وتښتول.

په بمبارۍ کې اکثره وژل شوي کسان ملکیان ول.

جرمني د هر وژل شوي کس خپلوانو ته پنځه زره ډالره تاوان ورکړی خو هغوی دا پیسې کافي نه بولي.