د متحدو ایالتونو د ملي امنیت ادارې په نړۍ کې په پټه یاهو او ګوګل ته نفوذ کړی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ چې؛ د متحدو ایالتونو د ملي امنیت ادارې په نړۍ کې په پټه یاهو او ګوګل ته نفوذ کړی او په مستقیم ډول یې د سلګونو ملیونو انسانانو ایمیلونو او نورو معلوماتو ته ځان رسولی دی.

واشنګټن پوسټ د امریکا د ملي امنیت د پخواني قراردادي مامور ایدورډ سنوډن له لوري افشا شویو اسنادو ته په اشارې ویلي، د امریکا د ملي امنیت اداره او د بریتانیا استخباراتي ادارې (جي سي ایچ کیو) د نوري فایبر په وسیله د انترنټي معلوماتو بهیر ته رخنه کړې او په دې توګه یې د یاهو او ګوګل ایمیلونه کتلي دي.