سمر: د "بچه بازۍ" د ناوړه عمل د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وشي

د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د بچه بازۍ په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه.

د دې کمیسیون او یو شمېر مدني ټولنو چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې پر دولت غږ وکړ چې؛ د دې ناوړه عمل د مخنیوي لپاره دې تدابیر ونیسي.

د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل، په دې هکله یي د یو جامع پلان جوړول پیل کړي او په لږه موده کې به یي دولت ته وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د دې مسالې مخنیوي ته یي عملي تدابیر نیولي دي.

د افغانستان په ځینو سیمو کې بچه بازي د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون او د ځینو مدني ټولنو اندیښنې را پارولي او غوښتنه کوي چې؛ باید د دې ناسم عمل مخه ونیول شي.

دوې اندیښنه ښيي چې؛ دغه ناوړه عمل په ځینو سیمو کې مخ په زیاتیدو دی.

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون او مدني ټولنو چارواکو د چهار شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې د بچه بازۍ عمل د اسلام او افغاني ټولنې د ارزښتونو سپکاوی وباله.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییسې سیما سمر له دولته وغوښتل چې؛ د دې عمل د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي:

"دولتي ارګانونه د دې ماشومانو د حقونو په اړه باید مسئولانه عمل وکړي.

هڅه باید وشي چې؛ دا اعمال کم شي او جرم دې وګڼل شي."


د یاد کمیسیون چارواکو وویل، پخوا د هېواد په ځینو سیمو کې بچه بازي ډیره کمه وه، خو په وروستیو کلونو کې د هېواد په ځینو نسبتآ ارامو برخو کې د قانون د حاکمیت کمزوري د دې سبب شوې چې ناوړه عمل لا زیات او ان د یو شمېر زور ورو ترمنځ په سیالۍ بدل شي.

دوی وویل، په سلګونو داسې پیښې یې ثبت کړي چې په ځینو سیمو کې د خوښیو په یو شمېر محفلونو کې هغه تنکي ځوانان چې عمرونه یي اکثره تر اتلسو کلونو پورې رسیږي، نجونو غوندې سینګار او په عام محضر کې موسیقي ته نڅول کیږي.

راپورونه وایي، دا هلکان نه یوازې دا چې، په دې ډول محفلونو کې نڅول کیږي بلکې جنسی تیرې پرې هم کیږي او ان د ساتونکو له خوا پر نورو بچه بازانو پلورل کیږي هم.

د بشر د حقونو د کمیسیون چارواکو دا هم وویل، دا چې د دې عمل مخه نه ده نیول شوې، ځیني بچه بازان په یوه هلک قناعت نه کوي او څلور پنځه هلکان یې نڅا، ساعت تیری او د خپلو جنسې اغراضو لپاره ساتلي وي.

د دې کمیسیون چارواکو وویل، هڅې یې تیزي کړي چې د خلکو، دیني عالمانو او مدني ټولنو په سلا مشوره او د ماشومانو د حقونو د نړېوال کنوانسیون د موادو په نظر کې نیولو سره د راتلونکي کال د حمل تر لومړیو پورې یو جامع پلان ترتیب او د پلي کیدو لپاره یې دولت ته وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادی رادیو ته وویل، د دې پیښو مخنیوي ته ېې اقدامات پیل کړي دي:

"موږ په روان او تیر کال کې په دې اړه ځیني موارد لرل.

ځیني خلکو چې دا اعمال ترسره کول، له پیژندنې وروسته ونیول شول.

دا عمل د اسلام خلاف دی.

ځیني موارد چې خلکو یي راپور راکړی، د هغو نیولو ته مو هم تدابیر نیولي دي."


د مدني ټولنو استازیو د دې ناوړه عمل مهم عوامل، د خلکو بیکاري، د کورنیو اقتصادي ستونزې، له قانون او اسلامي اصولو څخه د خلکو د یو شمېر خلکو بې خبري او ناپوهي په ګوته کړ.

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکو دا هم وویل، که حکومت د دې عمل مخه ونه نیسي، نو ښایي چې بچه بازي په افغانستان کې نوره هم زیاته او ډیر ماشومان به له جدي خطر سره مخامخ کړي.

راپور: خان محمد "سیند"