یوه ځوانه نجلۍ چې په پاکستان کې ورباندې په مکرر ډول جنسي تیری شوی و او بیا ژوندۍ ښخه شوې وه، له قبره وتلې او ځان یي کورته رسولی دی.
د هند خبري رسنۍ د پاکستان د پنجاب ایالت د ټوبه ټیک سنګ ولسوالۍ د اوسیدونکي صدیق مغل له خولې وایي:
د ده ۱۳ کلنه لور د قران کریم زده کړې ته د تلو پر مهال د دوو سړیانو له خوا تښتول شوې وه او له جنسي تیري وروسته سړک ته نږدې په یوه قبر کې تر خاورو لاندې شوې وه.
مغل وایي، لور یي وکړای شول چې له خاور ځان راوباسي. دی وایي، پولیسو ته یي راپور ورکړ، خو هغوي د پیښې له تعقیب څخه ډډه کړې ده.
د لاهور ښار یوې محکمې د شنبې په ورځ د مغل عرض اوریدلی او د پیښې په اړه د څیړنې لپاره یي یو قاضي موظف کړی دی.