د کابل په بادام باغ تحقیقاتي فارم کې کرنیز نندارتون پرانستل شو

د کابل په بادام باغ تحقیقاتي فارم کې نن درې ورځنی کرنیز نندارتون پرانستل شو.

چارواکي وايي، په دې نندارتون کې په دوو سوو غرفو کې کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي چې؛ په پنځوسو غرفوکې یې بهرني کرنیزمحصولات نندارې ته وړاندې شوي.

د هلمند ولایت د بست دسبزیو او میوو د ټولنې مسوول سید رحیم آزادۍ رادیو سره په مرکه کې د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور وبلل.

دغه نندارتون ته یو شمیر راغلیو خلکو ویل چې د داسې نندارتونو جوړول به وکړای شي د افغانستان کرنیزو محصولاتوته په نړیواله سطح بازارومومي.

چارواکي وايي چې؛ دا د هېواد په کچه دیارلسم نندارتون دې چې جوړیږي.