اسرائیلو نن سهار ۲۶ تنه فلسطینی بندیان خوشې کړل

اسرائیلو د منځنې ختیځ د سولې د خبرو د بیرته پیل کیدو د معاملې پر اساس نن سهار ۲۶ تنه فلسطینی بندیان خوشې کړل.

کورونو ته د بندیانو د ستنیدو په مناسبت په غزې تړانګې او لویدیځه غاړه کي د خوښۍ او ښه راغلاست مراسم جوړ شوي وو.

دغو بندیانو له شلو زیات کلونه د اسرائیلو په زندان کې تیرکړي دي.

د فلسطینی ادارې مشر محمود عباس په راملا کي بندیانو ته د ښه راغلاست په مراسمو کي د وینا پر مهال وویل، فلسطینیان به د بندیانو د خوشي کولو په بدل کي د نويو میشت ځایونو لپاره د اسرائیلو هره هڅه رد کړي:

«ځینې خلک چې نشلستان نه دي، داسې اوازې خپروې چې ګوندی موږ د بندیانو د خوشي کیدو لپاره په میشت ځایونو موافقه کړي.

دا غلطه خبره ده.

میشت ځایونه باطل دي باطل دي باطل دي».

د فلسطینی ادارې کابینې په یوې اعلامیې کې د بندیانو خوشې کیدل د ټولو بندیانو لپاره د عفوې او د ختیځ بیت المقدس او غزې تړانګې په ګډون، په لویدیځه غاړه کې د یوه فلسطیني خپلواک دولت د جوړیدو لپاره لومړی ګام بللی دی.